د ښوونځي ساعت تيریاني او سفرونه

Antrag herunterladen
Sprache auswählen
څه شی تادیه شوي دي؟
د ښوونځي یوه ورځني تفریحي سفرونه
د ټولکي سفرونه
د وړکتون تفریحي سفرونه څو ورځې دوام مومي
د چا لپاره تادیه شوي دي؟
د وړکتون ماشومانو، د 25 کلنۍ څخه د ښکته عمر لرونکو زده کړیالانو لپاره هغوی چې عام یا حرفوي ښوونځي ته ځي او تعلیمي مقرر جیب خرچ نه ترلاسه کوي
څومره اندازه تادیه شوي دي؟
حقیقي مصارف
(د قانوني زده کړې د مقرراتو د یوې برخې په توګه)
زیاتره هر څه
دا څرنګه کار کوي؟

دلته توپیر شته، دې پورې اړه لري، چې که تاسې غواړئ د ښوونځي د یوې ورځې تفریحي چکر یا د ټولګې په تفریحي چکر باندې لاړ شئ

یوازې یوه ورځ تفریحي ګرځیدنې

که چیرې د یوې ورځې چکر یا غره ختل پلان شوي وي، نو ستاسې موروپلار به د ښوونځي څخه لیک ترلاسه کړي. په دې لیک کې به مقصود ځای، د چکر نیټه او هغه مبلغ چې ستاسې موروپلار یې باید حتما تادیه کړي شامل وي.

Pro Arbeit کولای شي، چې ستاسې لپاره د سفر ټول مصارف تادیه کړي

د دې لپاره، په ساده توګه د AUSFLÜGE & KLASSENFAHRTEN فورمه راواخله (ګرځیدنې او د ټولګي تفریحي سفرونه). ستاسې موروپلار به لومړۍ پانه ډکوي، او د موروپلار لیک به پکې شاملوي او ټول شیان به یوځای Pro Arbeit ته لیږي.

Pro Arbeit به هرڅه چک کوي. ستاسې موروپلار به یوه خبرتیا ترلاسه کړي. مصارف به ستاسې د موروپلار د بانک حساب ته ولیږدول شي.

ب: تفریحي سفرونه څو ورځې دوام مومي/ټولګي سفر

که غواړئ د ټولګي په سفر کې برخه واخلئ نو د سفر او اوسیدو ځای به شتون ولري. د سفر د پیل څخه دمخه د خرچو بیې باید په یوه ښه وخت کې معلومې شي.

په عمومي ډول Pro Arbeit کولای شي، چې ستاسې د سفر خرچ په بشپړ ډول په خپله غاړه واخلي.

د دې لپاره، په ساده توګه د AUSFLÜGE & KLASSENFAHRTEN فورمه راواخله (ګرځیدنې او د ټولګي تفریحي سفرونه). ستاسې موروپلار به لومړۍ پاڼه ډکوي.

ښوونځي یا وړکتون باید شاتنۍ پاڼه ډکه کړي.

بشپړه شوې فورمه باید حتما Pro Arbeit ته ولیږل شي. هغوی به هرڅه چک کړي. که چیرې هرڅه په ترتیب سره وو، نو Pro Arbeit به د سفر د خرچو ټول مصارف ټاکل شوي ښوونځي او یا د ټولګي حساب ته مستقیما واستوي.

کوم څه نه دي تادیه شوي؟
د سفر پرمهال د اضافه مصارفو لپاره د جیب پیسې، لکه د آیس کریم او دلته هلته سپک خواړه
عادي لومړني توکي، لکه د سفر بکسه، د لامبو شیان، څپلۍ، که څه هم هغوی د بسته بندۍ په نوملړ کې وي
له یاده یې مه باسئ

ښوونځي/وړکتون څخه د موروپلار لیک
د پاڼې په شا باندې د تفریحي سفرونو لپاره چې څو ورځې نیسي د ښوونځي/وړکتون څخه تاییدي
د Wohngeldstelle (د کورونو د مرستو دفتر) څخه خبرتیا ترلاسه کول
د Familienkasse (د کورنۍ مرستو دفتر) (Kinderzuschlag) څخه خبرتیا ترلاسه کول