په ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو کې ګډون

Antrag herunterladen
Sprache auswählen
دا څه شی دی؟

دغه ملاتړ د ماشومانو او ځوانانو سره مرسته کوي چې په ورزشي کلب کې له نورو ملګرو سره یو ځای فعاله واوسي، د موسیقۍ د آلو غږول زده کړي او یا هم په رخصتیو باندې د کمپ په لوري په چکر ولاړ شي.

تاسې به هر میاشت مرستې تر لاسه کړئ، چې دغه مرستې به تاسې د خپلې خوښې مطابق ولګوئ لکه

د موسیقۍ کورس
په سپورټ کلب کې
– برخه اخیستل په:
. د رخصتیو په کمپ کې
. د رخصتیو په پروګرامونو کې
. د تاریخي موزیمونو په لیدلو او د نقاشۍ په کورسونو کې
. د نندارتونونو په پروژه کې
. په نورو ګروپي فعالیتونو کې
د چا لپاره تادیه شوي دي؟
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ ښکته دي.
څومره اندازه تادیه شوي دي؟
هره مياشت 15 یورو
( که چیرې تاسې د خپلې برخې لګښت هره میاشت ورکړئ)
یا په زیاته توګه
هر کال 180 يورو
(كه چیري تاسې د خپل فعالیت لپاره خپل لګښت ورکوئ..لکه کلنۍ برخه او یا د رخصتیو د کمپ لګښتونه)
دا څرنګه کار کوي؟

پروا نه کوي که چیرې د ورزش کوم کلب وي، د رباب د زده کول وي، د رخصتیو کمپ وي او یا بل ګروپي فعالیت وي: ځان پکې ښکیل کړئ او ساعت تېري وکړئ له خپلو ملګرو سره.

Pro Arbet ته اجازه ورکړئ چې پوه شي تاسې څه نیت لرئ او کوم څه ئ چې برخه پکې واخلئ

نو د دې لپاره، تاسې باید لومړی د SOZIALE & KULTURELLE TEILHABE (ټولنیزو او فرهنګي پروګرامونو) فورم ترلاسه کړئ او ستاسې والدین به د فورمې لومړی مخ ډک کړي.

په دې خاطر چې Pro Arbeit ته معلومات وشي چې ستاسې والدین باید څو روپئ تادیه کړي نو د کلپ مسوول، د موسیقۍ د ښوونځي مسوول او تنظیمونکې باید د فورم شاته برخه ډکه کړي.

له ډکولو وروسته باید فورم Pro Arbeit ته ولیږل شي او دوې به هر څه چک کړي. ستاسې والدین به یو یاداشت تر لاسه کړي او مرستې به ستاسې والدینو ته ولیږل شي.

په هر حال:
آن زموږ ترټولو ځوان هم دا وړیا مرسته ترلاسه کولی شي. د مثال په توګه، که دوی غواړي د مور او پلار سره د لوبو میدان ته لاړ شي چې د لامبو په کورس کې برخه واخلي.

له یاده یې مه باسئ
له Wohngeldstelle (د کور د ګټو له دفتر) څخه خبرتیا
له Wohngeldstelle (د کور د ګټو له دفتر) (Kinderzuschlag) څخه خبرتیا
د غړیتوب سند، د ثبت تایید یا رسید.