غرمنۍ

Antrag herunterladen
Sprache auswählen
څه شی تادیه شوي دي؟
په ګډه د غرمې ډوډۍ
– په وړکتون کې
-په ښوونځي کې
– په گاونډ کې د ښوونځي د مرکز وروسته، که چیرېښوونځې په ټولیز ډول مسؤوله وي او د همکارۍ تړون شتون ولري.
د چا لپاره تادیه شوي دي؟
د وړکتون ماشومانو او زده کوونکو چې عمرونه یې له 25 کلونو څخه کم وي څوک چې عام یا مسلکي ښوونځي ته ځي او د تعلیم لپاره مصارف نه ترلاسه کوي
څومره اندازه تادیه شوي دي؟
د غرمې د ډوډۍ لګښت به بشپړ ورکول کیږي.
دا څرنګه کار کوي؟
که چیرې تاسې غواړئ له نورو ملګرو سره یو ځاې په کانتین، ښوونځي یا وړکتون کې د غرمې ډوډۍ وخورئ نو Pro Arbeit ستاسې ټول لګښتونه په خپله غاړه اخلي.

د دغې کار لپاره په ساده توګه د MITTAGESSEN (غرمې د ډوډۍ) فورم واخلئ، ستاسې والدین به د فورم لومړی مخ ډک کړي. ښوونځي یا وړکتون به د لګښت او نورې برخې چې د فورم شاته دي ډکې کړي.

له دې وروسته به بشپړ شوې فورم Aro Arbeit ته ولیږئ، دوې به هرڅه چک کړي. ستاسې موروپلار به یو یاداښت تر لاسه کړي. لګښتونه به برابرونکو (ښوونځي، طعام خانه، کلب، وړکتون او نورو) ته واستول شي.

Abrechnung
له یاده یې مه باسئ
(د د کور د مرستو له دفتر) Wohngeldstelle څخه خبرتیا
(د کورنۍ مرستو له دفتر)Familienkasse (Kinderzuschlag) څخه خبرتیا