د زده کړې ملاتړ

Antrag herunterladen
Sprache auswählen
ضعیفه نمرې؟ او اوس؟
ځینې وختونه زده کوونکي د یوه مضمون د منځپانګې په زده کولو کې ستونزي لري. پداسې حال کې، همدغه ستونري د دې لامل کیږي چې د ښوونځي په امتحانونو او ټولګي دندو کې کمې نمرې ویسي. ښایي تاسې به له دې آشنا یاست. Bildungs- und Teilhabepaket له تاسې سره مرسته کوي تر څو مو نمرې ښې کړئ.
څوک غوښتنلیک ورلیږلی شي؟
هغه شاګردان چې عمرونه یې له 25 کلونو څخه کم دي،
– هغه کسان چې په عامه او مسلکي ښوونځیو ته ځي او څوک چې تعلیمي مصارف نه ترلاسه کوي
– هغه کسان چې کمې نمرې یې ترلاسه کړي دي
ښوونه به څومره ورکولای شي؟
د ښوونې دغه بهیر ته لومړیو کې یوازې د ښوونځیو د راتلونکو راپورونو پورې اجازه ورکړل شوې ده او تاسې به له دې وروسته خپل راپور حتما تسلیموئ. که چیرې تاسې ته نوره زده کړه اړینه وه نو تاسې باید د نورو زده کړو لپاره یو بل غوښتنلیک Pro Arbeit ته ولیکئ.
په اونۍ کې څومره ښوونه د امکان وړ ده؟
Pro Arbeitتاسې ته په یوه اونۍ کې د دوو مضمونونو لپاره چې دوه ساعته وخت نیسي پیسې تادیه کوي
څومره اندازه تادیه شوي دي؟
Pro Arbeit کولای شي ستاسې ټول لګښتونه تادیه کوي
دا څرنګه کار کوي؟

که چیرې تاسې ښوونې ته اړتیا لرئ، نو تاسې کولای شئ چې Pro Arbeit ته یو غوښتنلیک ولیږئ ترڅو ستاسې ټول لګښتونه درکړي.

د دې لپاره په ساده توګه د LERNFÖRDERUNG (د زده کړې مرستې) فورم تر لاسه کړئ کله چې مو فورم ترلاسه کړ نو ستاسې موروپلار د فورم لومړۍ پاڼه ډکوي او غوښتنلیک لاسلیکوي

د فورم شا خوا باید د ښوونځي د ادارې لخوا ډکه شي. دا مهمه ده چې تاسې ددې وضاحت ورکړئ چې تاسې ولې د ښوونځي څخه د باندې اضافي زده کړو ته اړتیا لرئ. ستاسې ښوونکې تاسې ښه پیژني نو یواځینې شخص چې ستاسې سفارش کولای شي هغه ستاسې ښوونکې دی.
له دې وروسته تاسې فورم ښوونکې یا د هغه ښوونځي ادارې ته تسلیموئ چې تاسې پکې د درس ویلو اراده لرئ. د هغوی جزیات هم اړین دي او باید د فورم په شاه باندې ولیکئ. که چیرې تاسې تصمیم لرئ چې په ښوونځي کې په شخصي لګښت باندې درس ووایې (د بیلګې په توګه د ریاضیاتو له زده کړیال څخه) نو تاسې به (د ځاني ارزونې) یا SELBSTAUSKUNFT فورم هم حتما ډکوئ.

ډک شوی فورم به د چک کولو په موخه Pro Arbeit ته ولیږئ. دوی ښایې ستاسې څخه په ښوونځي کې د غوښتلیک په اړه پوښتنې وکړي. که چیرې یې له تاسې سره د موافقې خوښه راغله نو دوې به ستاسې له والدینو سره د ښوونځي په تړاو اړیکه ونیسي. که چیرې هر څه سم وو نو ستاسې والدین به د ښوونځي لخوا یو یاداښت ترلاسه کړي او ستاسې درسونه به پیل شي. Pro Arbeit د تدریس لګښتونه په مستقیمه توګه ښوونکې یا ښوونیزې ادارې ته تسلیموي.

نور کوم څه مهم دي؟
لومړی باید تاسې مرستندویه درسونو او نورو د وړیا زده کړو چوپړونو ته چې ستاسې په ښوونځي کې تدرسیږي مراجعه وکړئ. Pro Arbeit یواځې ستاسو د هغو مضامینو د زده کړې لګښت ورکوي چې د ښوونځي په نصاب کې نه وي، که چیرې نه وي او یا ستاسې لپاره په ښوونځي کې هیڅ یا د ډیر کم چانس فرصتونه وي.
Selbstauskunft
له یاده یې مه باسئ
د مکتب راپور.
د Wohngeldstelle یا (د کورونو د مرستو دفتر) څخه خبرتیا
Familienkasse د (کورنۍ مرستو د دفتر) Fkinderzuschlag) څخه خبرتیا
د ځان ارزونې فورم د ښوونکې څخه د خصوصي ښوونې لپاره.