د ټولنیز او کلتوري ګډون په اړه تشریح

د کال 2011 راهیسې Leistungen fur Bildung and Teilhabe (د زده کړې او ګډون لپاره ګټې)
ماشومانو، خوانانو، او بالغ ځوانانو ته د هغوی د میاشتني عادي اړتیاو پوره کولو سره سره هغوی
ته پام کوي. په دې کې د ټولنیز او کلتوري شرکت کولو د لګښتونو مسؤلیت پرغاړه اخیستل شامل
دي چې په دې کې د اتحادیې شرکت، د ښوونځی فیس یا د رخصتۍ تفریحي فعالیتونه شاملید شي.

  • کوم کسان د دې ګټو لپاره عریضه کولی شي؟

    ماشومان او ځوانان چې عمر یې تر 18 کالو کم وي، چې د Sozialgesetzbuch (SGB II)
    د کتاب II ، د Sozialgesetzbuch (SGB XII) د الماني ټولنیزې بیمې د مقرراتو
    (د کتاب XII یا Asylbewerberleistungsgesetz (AsylbLG د پناه غوښتونکیو د ګټو د قانون، د کور
    د ګټې (Wohngeld) یا ماشوم د ګټې (Kinderzuschlag) سره سم ګټې ترلاسه کوي.

  • د (ټولنیز او کلتوري ګډون د ګټو) معنی څه ده؟

    د دې ګټو تادیه به د ماشومانو او ځوانانو لپاره دا ممکن کوي چې د لوبو په اتحادیه کې ګډون وکړي، د موسیقۍ په ښوونځی کې
    اله وغږوي او د رخصتۍ په تفریحي فعالیتونو وغیره کې شرکت وکړي. د دې لپاره په میاشت کې ټول EURO 10 یورو یا په کال کې
    ټول EURO 120 یورو ورکول کیږي او دغه پیسې د هغه شیانو لپاره استعمالیږي په کوم کې چې ماشومان علاقه درلودي.

    • د غړیتوب بسپنې د سپورټس، لوبې او کلتور لکه د فټبال اتحادیه یا بالټ نڅا زده کړې وغیره لپاره وي.
    • د آرټ په موضوعاتو کې درسونه، لکه د ښوونځۍ د باندې د موسیقۍ درسونه (شپیلی، سرینده، ګیتار وغیره)
    • په کلتوري زده کړې کې د څارنې لاندې فعالیتونه، لکه د څارنې لاندې  موزیم ته چکر او د پینټنګ کورس وغیره.
    • د رخصتۍ په تفریحي فعالیتونو کې شرکت کول، لکه د فایر بریګیډ د تفریحي وخت فعالیت یا د تیاتر پروژې چې د څ ورځو
      پورې دوام کوي.
  • دا به څنګه ترسره کیږي؟

    یا ستاسې ماشوم د مخکې نه دا پریکړه کړې ده چې د سپورټس په اتحادیه کې شامل شي، یا د موسیقۍ کومه آله وغږوي، یا د
    رخصتۍ په تفریحي فعالیت کې برخه واخلي؟ نو بیا غوښتنلیک وسپارئ: د داسې کولو لپاره بس MACH MIT : Sport, Musik & Freizetien
    (سپورټس، موسیقي او د تفریحي وخت فعالیتونه):
    فورمه له ځان سره ویسئ د “Komm – Mach mit چیک بوک څخه فورمه
    ویسئ  او د غوښتنلیک د مخ پاڼه بشپړه کړئ. لطفاً له وړاندې کوونکي (اسوسیون، د موسیقۍ ښوونځی وغیره)
    څخه وغواړئ چې د غوښتنلیک د شا پاڼه بشپړه کړي. بشپړ شوي فورمه Pro Arbeit ته وسپارئ.
    ستاسې مدیر به دغه غوښتنلیک وګوري او که چیرې دا تصویب کړل شي نو ورکړل شوي اکاونټ ته به دغه پیسې انتقال کړي.
    که ستاسې ماشوم لا تراوسه دا پریکړه نه وي  کړي چې هغه په کوم فعالیت کې برخه اخیستل غواړي، نو تاسې
    د مخې په پاڼې لاندې ته ټیک نښه کولی شئ MACH MIT : Sport, Musik & Friezeiten (سپورټس، موسیقي او د تفریحي وخت فعالیتونه):
    لومړی غوښتنلیک چې وروستنۍ نیټه یې اجرا شي – ما لا تراوسه د اتحادیې/فعالیت پریکړه نه ده کړې.
    دا غوښتنلیک Pro Arbeit ته وسپارئ. په دې طریقه به تاسې کومې ګټې له لاسه ورنه کړئ. کله چې ستاسې ماشوم پریکړه وکړي، د
    “Komm – Mach mit ”

  • ګټه څنګه اجرا کیږي؟

    د دې ګټو تادیه (ټولې EURO 10 یورو په میاشت کې) یا (ټولې EURO 120 یورو په کال کې) په هغه اکاونټ کې مستقیماً انتقالیږي کوم
    چې وړاندې کوونکي ورکړې وي (د شا پاڼه وګورئ). که ماشوم لا پریکړه نه وي کړي نو دا پیسې زیاتره تر یو کال پورې ساتل کیږي.

د غوښتنلیکونو د بشپړولو لپاره لارښوونې KOMM – MACH MIT
تاسې د لګښتونو لپاره ادعا د هغه میاشتې په پیل کې کولی شۍ په کومې کې چې غوښتنلیک سپارل شوی وي. غوښتنلیکونه د هغه ماشومانو، ځوانانو او بالغ ځوانانو لپاره ترسره کیدی شي چې عمریونه یې د 25 کالو څخه کم وي، ښوونځی ته ځي او د روزنې تادیه نه ترلاسه کوي. که ماشومان نرسري ښوونځی ته ځي نو د هغوی لپاره هم غوښتنلیکونه ترسره کیدی شي. تاسې نور معلومات او لارښوونې د غوښتنلیک په فورمه کې ترلاسه کولی شۍ.

د ډیټا ساتنې په اړه مهم لارښوونې
ستاسې معلومات د Sozialgesetzbuch (60 نه تر 65 پورې د کتاب 1، د – SGB I) الماني ټولنیزې بیمې مقررات) او د Sozialgesetzbuch (SGB X) د کتاب د a, b, c, S 67) قانوني مقرراتو سره سم ثبت کیږي. ستاسې معلومات به په راز کې ساتل کیږي (د ټولنیزې رازدارۍ اصول).