د ښوونځی د ترانسپورټ په اړه تشریح

د کال 2011 راهیسې  Leistungen fur Bildung and Teilhabe
(د زده کړې او ګډون لپاره ګټې( ماشومانو، ځوانانو، او بالغ ځوانانو
ته د هغوی د میاشتني عادي اړتیاو پوره کولو سره سره هغوی ته پام کوي.
په دې خدمتونو کې د ښوونځی د ترانسپورټ د لګښتونو مسؤلیت پرغاړه اخیستل شامل دي

  • کوم کسان د دې ګټو لپاره عریضه کولی شي؟

    د ښوونځی هغه زده کوونکي کومو چې

    • د مخکې نه د خپل پوره وخت لازمي زده کړې بشپړې کړې  وي
    • عمومي یا مسلکي ښوونځی ته ځي
    • ښوونځی ته د تګ لپاره عامه ټرانسپورټ (بس یا ریل) استعمالوي
    • د روزنې کومه تادیه نه وي ترلاسه کړي
    • عمر یې د 25 کالو څخه کم وي
    • د Sozialgesetzbuch (SGB II) د کتاب II ، د Sozialgesetzbuch (SGB XII) د الماني ټولنیزې بیمې د مقرراتو (د کتاب XII یا Asylbewerberleistungsgesetz
       (AsylbLG د پناه غوښتونکیو د ګټو د قانون، د کور د ګټې (Wohngeld) یا ماشوم د ګټې (Kinderzuschlag) سره سم ګټې ترلاسه کوي.
  • دا ګټې به څنګه اجرا کیږي؟

    که یوه زده کوونکي د مخکې نه د خپل پوره وخت لازمي زده کړې (د ښوونځی 10 کاله) بشپړې کړې وي او ښوونځی ته د تګ
    راتګ لپاره بس یا ریل استعمالوي نو د هغوی د ښوونځی د ترانسپورټ لګښتونه د هغوی لپاره ادا کیدی شي.
    د داسې کولو لپاره بس MACH MIT: Bus & Bahn (ټریل  او ریل) : له ځان سره ویسئ د “Komm – Mach mit” چیک بوک څخه
    فورمه  ویسئ، غوښتنلیک بشپړ کړئ، د ښوونځی د حاضرۍ تصدیق نامه ورسره ضمیمه کړئ او Pro Arbeit ته یې ولیږئ.
    ستاسې مدیر به دغه غوښتنلیک وګوري او که چیرې ورکړل شوي شرایط تطیق  شوې وي نو ښوونځی ته به سفري ټکټ
    تصویب کړل شي. د ښوونځی زده کوونکي د ښوونځی د روان کال لپاره عموماً CleverCard ترلاسه کوي.
    په ځانګړي وضعیتونو کې ستاسې د مدیر سره په مختلفو مقرراتو موافقه کیدی شي.

د غوښتنلیکونو د بشپړولو لپاره لارښوونې KOMM – MACH MIT
تاسې د لګښتونو لپاره ادعا د هغه میاشتې په پیل کې کولی شۍ په کومې کې چې غوښتنلیک سپارل شوی وي. غوښتنلیکونه د هغه ماشومانو، ځوانانو او بالغ ځوانانو لپاره ترسره کیدی شي چې عمریونه یې د 25 کالو څخه کم وي، ښوونځی ته ځي او د روزنې تادیه نه ترلاسه کوي. که ماشومان نرسري ښوونځی ته ځي نو د هغوی لپاره هم غوښتنلیکونه ترسره کیدی شي. تاسې نور معلومات او لارښوونې د غوښتنلیک په فورمه کې ترلاسه کولی شۍ.

د ډیټا ساتنې په اړه مهم لارښوونې
ستاسې معلومات د Sozialgesetzbuch (60 نه تر 65 پورې د کتاب 1، د – SGB I) الماني ټولنیزې بیمې مقررات) او د Sozialgesetzbuch (SGB X) د کتاب د a, b, c, S 67) قانوني مقرراتو سره سم ثبت کیږي. ستاسې معلومات به په راز کې ساتل کیږي (د ټولنیزې رازدارۍ اصول).