د ښوونځی د شیانو په اړه تشریح

د کال 2011 راهیسې Leistungen fur Bildung and Teilhabe (د زده کړې او ګډون لپاره ګټې)
ماشومانو، خوانانو، او بالغ ځوانانو
ته د هغوی د میاشتني عادي اړتیاو پوره کولو سره سره هغوی ته پام کوي.
په دې کې د ښوونځی د شخصي شیانو بسپنه هم شامل ده

  • کوم کسان به دا ګټه ترلاسه کوي؟

    د ښوونځی هغه زده کوونکي کوم چې

    • عمومي یا مسلکي ښوونځی ته ځي
    • د رزونې کومه تادیه نه ترلاسه کوي
    • عمر یې د 25 کالو څخه کم وي
    • د Sozialgesetzbuch (SGB II) د کتاب II ، د  - Sozialgesetzbuch (SGB XII) د الماني ټولنیزې بیمې د مقرراتو  (د کتاب XII یا Asylbewerberleistungsgesetz (AsylbLG د پناه غوښتونکیو د ګټو د قانون، د کور د ګټې (Wohngeld) یا ماشوم د ګټې (Kinderzuschlag) سره سم ګټې ترلاسه کوي.
  • د ښوونځی شخصي سپلایانې یا سامان څه دي؟

    زده کوونکي دا ګټه ټوله ترلاسه کوي څو پرې هغه شیان واخلي کوم ته چې دوی د ښوونځی د کال په پیل کې اړتیا لري. د
    ښوونځی د بستې سربيره په دې کې قرطاسیه، د حساب او نقاشۍ سامان وغیره شامل وي، لکه د کار کتابونه، قلمونه، رنګدارې
    پنسلې، د پرکارونو جوړه، د مربعو سیټ او ربړونه.

  • دا ګټه څنګه ورکول کیږي؟

    دا ګټه ټوله  په کال کې دوه ځله د ښوونځی د سمستر په پیل کې ورکول کیږي.

    د EURO 70 یورو تادیه ستاسې اکاونټ ته په 1 م اګست او د EURO 30 یورو تادیه په 1 م فبرورۍ انتقالیږي.

  • دا څنګه ترسره کیږي؟

    که تاسې د کور یا ماشوم ګټه ترلاسه کوۍ نو بیا تاسې کولی شۍ چې د ښوونځی د سامانونو
    لپاره Pro Arbeit ته عریضه وکړئ. د داسې کولو لپاره بس MACH MIT: Hefte, Stifte & Co (کتابونه قلمونه وغیره): له ځان سره ویسئ
    د “Komm – Mach mit” چیک بوک څخه فورمه  ویسئ، دا بشپړه کړئ، د خپل کور ګټې (Wohngeld)
    یا د ماشوم ګټې (Kinderzuschlag) خبرتیا ورسره ضمیمه کړئ او دا ټول شیان Pro Arbeit ته ولیږئ.
    ستاسې مدیر به دغه غوښتنلیک وګوري او که چیرې دا تصویب کړل شي نو ستاسې اکاونټ ته به دغه پیسې انتقال کړي
    هغه زده کوونکي چې د مخکې نه SGB II سره سم ګټې ترلاسه کوي، د هغوی لپاره اضافي غوښتنلیک ته اړتیا نشته.
    هر هغه تن چې SGB II ګټې ترلاسه کوي، هغوی په اتومات توګه دغه ګټې د خپل ماشومانو لپاره د پوره وخت په لازمي زده
    کړه کې ترلاسه کوي، که چیرې یاد شوې مخکیني شرایط پوره کړی شوې وي
    هغه زده کوونکي چې 15 کلن یا د دې نه د زیات عمر دي، د هغوی لپاره دا ضروري ده چې د ښوونځی د حاضرۍ تصدیق نامه
    Pro Arbeit ته وړاندې کړي.

د غوښتنلیکونو د بشپړولو لپاره لارښوونې KOMM – MACH MIT
تاسې د لګښتونو لپاره ادعا د هغه میاشتې په پیل کې کولی شۍ په کومې کې چې غوښتنلیک سپارل شوی وي. غوښتنلیکونه د هغه ماشومانو، ځوانانو او بالغ ځوانانو لپاره ترسره کیدی شي چې عمریونه یې د 25 کالو څخه کم وي، ښوونځی ته ځي او د روزنې تادیه نه ترلاسه کوي. که ماشومان نرسري ښوونځی ته ځي نو د هغوی لپاره هم غوښتنلیکونه ترسره کیدی شي. تاسې نور معلومات او لارښوونې د غوښتنلیک په فورمه کې ترلاسه کولی شۍ.

د ډیټا ساتنې په اړه مهم لارښوونې
ستاسې معلومات د Sozialgesetzbuch (60 نه تر 65 پورې د کتاب 1، د – SGB I) الماني ټولنیزې بیمې مقررات) او د Sozialgesetzbuch (SGB X) د کتاب د a, b, c, S 67) قانوني مقرراتو سره سم ثبت کیږي. ستاسې معلومات به په راز کې ساتل کیږي (د ټولنیزې رازدارۍ اصول).